د فیفا سروې: حکومت په انتخاباتي چارو کې لاسوهونکی رول ادا کوي

د ولسي جرګې ۸۰ غړي چې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا په یوه سروې کې يې برخه اخیستې، ۹۱ فیصده‌يې په دې باور دي چې حکومت د انتخاباتو په چارو کې بې‌لاسوهنې نه‌دی پاتې او دا د قانون خلاف عمل دی.

دغه سروې چې په نږدې پنځو میاشتو کې شوې، نتیجه‌يې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۱۴» د یادې مؤسسې مسؤلینو له رسنیو سره شریکې کړې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د مؤسسې د تحقیق د برخې مسؤل محمد حسن وفايي وايي، ناامني، د انتخاباتي کمېسیونونو نه‌بې‌طرفي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمزوری مدیریت، د انتخاباتو په پروسه کې بهرنۍ مداخلې او د بایومټریک سیستم نه‌پلي کول نور هغه موارد دي چې په انتخاباتي چارو کې د ولسي جرګې د غړو له‌خوا د جدي ستونزو په توګه یادې شوې دي.

نوموړي وویل:

"شااوخوا ۹۱ سلنه وکیلان چې په دې سروې کې يې ګډون کړی، په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت د انتخاباتو په پروسه کې بې‌مداخلې نه‌دي پاتې او دا د قانون خلاف عمل دی، کله چې موږ دغه دوه برخې بېلوو، نو ۴۹ سلنه وکیلانو په دې کې د حکومت چلند بې‌مداخلې نه‌دی ګڼلی."

دغه‌شان د یادې سروې ۵۳ سلنه برخه اخیستونکو ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به په ځنډ، خو د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې ترسره شي.

خو د ولسي جرګې ۲۸ فیصده نور وکیلان چې په دې سروې کې يې برخه اخیستې، په دې باور دي چې دا انتخابات به د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هم‌مهاله ترسره شي او یو شمېر نورو ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته ترسره شي.

په دې سروې کې یوازې پنځه په ۱۰۰ کې د ولسي جرګې وکیلانو د انتخاباتو له پروسې سره د حکومت چلند ستایلی دی.

د دې سروې نتیجې په داسې حال کې خپرېږي چې له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د سرطان په ۱۶مه ترسره شي.

خو د دې کمېسیون یو شمېر غړو څه موده وړاندې وویل، ممکن دا انتخابات په یو څه ځنډ سره ترسره شي.

د انتخاباتو امنیت او بودجې نه‌تأمینېدل او په دغې پروسه کې د اصلاحاتو د نه‌رامنځته کېدلو په تړاو، د یو شمېر سیاسي جریانونو انتقادونه هغه موارد دي چې له انتخاباتو د څار د بنسټونو په باور کېدای شي، په خپل وخت د انتخاباتو په جوړېدو اغېز ولري.

بل‌خوا د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د رئیس له قوله لیکلي چې د دې کمېسیون د لومړیو او دوهمو بستونو په مقرریو کې د جمهوري ریاست لاسوهنې او سیاسي فشارونه د دې لامل شوي چې د انتخاباتو پروسه په سمه توګه پر مخ ولاړه نه‌شي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په انتخاباتي کمېسیونونو کې د حکومت مداخله ردوي او ډاډ ورکوي چې حکومت اراده لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ترسره شي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د امنیت ټینګښت او د بودجې برابرول د حکومت کار دی او په دې برخه کې ستونزه نه‌ده پاتې.

شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي وایي:

"حکومت اراده لري چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په نوي لمریز کال او دغه‌شان د ولسمشرۍ انتخابات له قانون سره سم په خپل وخت ترسره کړي او په دې برخه کې ژمنه موجوده ده."

د ښاغلي مرتضوي په خبره، هېڅ حکومتي چارواکی د کمېسیون په کارونو کې د لاسوهنې حق نه‌لري.

په دې سروې کې ټولو یادو شویو ستونزو ته په پام سره، فیفا وړاندیز کوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري باید د انتخاباتو نوې نېټه ژر تر ژره اعلان شي.

د فیفا د مسؤلینو په وینا، حکومت باید انتخاباتو ته د نویو تیارو په برخه کې خلکو او د ولسي جرګې غړو ته ډاډ ورکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام