په کندهار کې د ټاپي پروژې په ملاتړ یوه غونډه جوړه شوه

په کندهار ولایت کې نن دوشنبه د ټاپي پروژې په ملاتړ یوه غونډه جوړه شوه.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د کندهار والي زلمي ویسا په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د ټاپي پروژې ساتنه او ملاتړ وکړي.

په کندهار کې د ټاپي پروژې چارې چې د دې ولایت له ۶ ولسوالیو تېرېږي، تېره اوونۍ پیل شوې.