پاکستان کې د اته نیم لکو ناراجسټر افغانانو نومونه ثبت شوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نوم لیکنې په وروستي بهیر کې د څه باندې اته نیم لکو ناراجسټر افغانانو نومونه ثبت شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په وینا دا کسان د دوو هېوادونو د موافقې پر اساس د ګډې کمېټې تر څارنې لاندې ثبت شول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل امریکا غږ اشنا ته وویل:

"د افغانستان او پاکستان د دولتونو په توافق په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې مخکې ثبت او راجسټر نه وو، ثبت او راجسټر شول او شاوخوا اته نیم سوه زره تنه افغانان په پاکستان کې ثبت او راجسټر شوي او هغوی ته اوس د «اې.سي. سي» په نوم کارتونه ورکول کېږي او د دوی استوګنه په پاکستان کې قانوني کېږي."

په پاکستان کې اوس د افغان پناه غوښتونکو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلی دی.