واشنګټن پوسټ: که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي افغان حکومت به سقوط وکړي

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼې کې د «ماروین وین باوم» په نوم د یو لیکوال لنډه تبصره خپره کړې چې سرلیک یې دی «که امریکا له افغانستان څخه سرتېري وباسي، دا هېواد به بیا د ګډوډۍ ډګر شي.»

دا تبصره د ریچارډ کوهین د هغه لیکنې په ځواب کې ده چې ویلي و «له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو وخت رارسیدلی دی.»

د واشنګټن پوسټ د دې تبصرې لیکوال وايي، که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، نو افغان حکومت به ډېر ژر سقوط وکړي.

د لیکوال په وینا دا ځل به نتیجه د ۱۹۹۰ میلادي کال څخه ډېر توپیر ولري.

د لیکوال په وینا دا به د ویتنام څخه د امریکا د وتلو په څېر یو څه نه‎وي چې ریچارډ کوهین یې یادونه کړې، بلکې داسې به وي لکه امریکا چې په افغانستان کې په لوی لاس یو اوږده او خونړي کورني جنګ ته شرایط برابر کړي وي.

د لیکوال په وینا له افغانستان تر وخت مخکې د امریکايي سرتېرو د وتلو په صورت کې به طالبان، داعش وسله‎واله ډله، القاعده او افغان جنګ‎سالاران د خپلو قومي ملېشو په ملتیا د یو بل سره د واک او شتمنیو پر سر ونښلي.

د سیمې هېوادونو لکه ایران، پاکستان، روسیې او هندوستان لاس‎وهنې او نیابتي ډلې به د افغانستان د دې کورنۍ جګړې لمبې لا تودې وساتي او په میلیونونو افغانان به له خپل هېواده کډه کېدو ته اړ شي.

که امریکا له افغانستان څخه سرتېري وباسي، دا هېواد به بیا د ګډوډۍ ډګر شي.

لیکوال د لیکنې په پای کې سپارښتنه کوي او وايي، له جګړې زموږ د درک وړ ستړیا باید پر موږ «امریکایانو» داسې سترګې پټې نه‎کړي چې په ډېره خوارۍ د جوړ شوي افغان دولت، سقوط ومنو.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې چې په نظامې مسئلو لیکنې خپروي، په خپلې تازه ګڼې کې د کابل د جمعې د ورځې د هغې چاودنې په اړه لیکنه کړې چې د سړک د غاړې یو پلورونکی ماشوم یې وواژه او تر ۲۲ زیات نور کسان یې ټپیان کړل.

ورځپاڼه وايي، د جمعې په ورځ په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې په دې چاودنه کې چې د استرالیا د سفارت د موټرو یو کاروان یې هدف و، بهرنیان نه‎دي ټپیان شوي، خو اوس د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولې بیشپ ویلي چې د کابل په دې چاودنه کې د دې هېواد دوه قراردادیان سرسري ټپیان شوي دي.

نوموړې ویلي چې د استرالیا د سفارت نورو کارکوونکو ته زیان نه‎دی رسیدلی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په یو خپاره کړي بیان کې د کابل په دې چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

سټارز اېنډ سټرایپس وايي، په کابل په وروستیو میاشتو کې دا ډول څو نورو مرګونو چاودنو او بریدونو مسؤلیت وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې منلی چې په کې ولسي خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.