الکوزی: پاکستان د سوداګریزو ستونزو د هواري ژمنه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستاني چارواکو له دوی سره ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې به هوارې کړي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، په هغه ناسته کې چې د پنجنشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ترسره شوه د دواړو هېوادونو د سوداګریز پلاوي ترمنځ هوکړه شوې چې سیاسي مسایل به له سوداګریزو مسایلو سره نه شریکوي:

"یو پرېکړه لیک تصویب شو او په دې پرېکړه لیک کې له دواړو دولتونو نه غوښتنه وشوه چې د نورو هېوادونو په شان نړیوالو اصولو ته په پام سره سوداګریزې چارې تنظیم کړي."

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي اړیکو تر ترینګلي کېدو ورسته خرابې شوي.