صابر:۸۰زره بېځایه شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې رسېدلي

د افغانستان د کډوالو او بېر ته ستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږکال لږترلږه ۸۰ زره کورنیو ته چې د جګړې له امله بې کوره شوې وې، بېړنۍ بشري مرستې رسېدلې دي.

په دې وزارت کې د بېځایه شویو کورنیو د وضعیت د څارنې رئيس، مهرخدا صبار پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې سږکال په افغانستان کې تقریباً، ۵۷ زره کورنۍبې کوره شوې او له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوې وې.

مهرداد صبار زیاته کړه:

"په افغانستان کې سږکال ډېرې کورنۍ د طبیعي افتونو په پرتله، د جګړې او د امنیت د خرابوالي له امله بې کوره شوې دي، سږکال ډېر خلک په هلمند، ننګرهار، بغلان، کندز، فاریاب، ارزګان، سرپل کې بې ځایه شوي دي، د کډوالو چارو وزارت هغوی ته بېړنۍ بشري مرستې تنظیم کړې دي."

د ښاغلي صبار په وینا، سږکال په ځیني سیمو کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو له امله ۱۳ زره کورنۍ وتوانېدلې چې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.