اروپايي اتحادیه وايي د روسیې او اکراین ترمنځ منځګړیتوب کوي

اروپايي اتحادیه وايي، د روسیې او اوکراين ترمنځ د ګاز پر سر د نوې لانجې د حل لپاره به منځګړیتوب وکړي.

د اروپايي کمېسیون مرستیال مشر، ماروش ستیفاونوویچ ويلي چې د لانجې د حل لپاره به د اوکراین او روسیې د انرژۍ له وزیرانو سره خبرې وکړي.

د هغه ویاندې، انا کایسا ایتکونن، پرون جمعه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه ورڅخه کړې چې د روسیې او اوکراین په ګډون د درې اړخیزو خبرو په پیل کې مرسته وکړي.

د روسیې د ګاز دولتي شرکت، ګازپروم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین ته د ګازو صادرات له سره نه پیلوي چې له امله یې اوکراین مجبور شوی چې په سړه هوا کې خپلو خلکو ته د ګاز جریان کم کړي.

په اوکراین کې زیات ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او د کییف او مسکو ترمنځ یې یو وار بیا لانجه پېل کړې ده.

د اوکراین صدراعظم پرون په ټلوېزیوني وینا کې خلکو ته وویل چې د پولند د ګاز له دولتي شرکت سره یې په بېړني ډول قرارداد کړی او د ګاز جریان به سم کړي.