ترکیه وايي د کرد قواوو پر ضد عملیاتو کې ۸سرتېري وژل شوي

ترکیه وايي، د سوريې په شمال لوېدیځ کې د کرد قواوو پرضد عملیاتو کې پرون د دوى اته سرتېري وژل شوي او څه باندې ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

دا له تېري جنورۍ میاشتې راپدېخوا چې ترکيې د سوريې په عفرين سيمه کې د ولسي خونديتوب د قطعو يا (YPG) پرضد عمليات پيل کړل، د انقرې لپاره يوه له خونړيو ورځو ګڼل شوې ده.

له دې سره په دغو عملياتو کې د ترکيې د وژل شويو سرتېرو شمېر ۴٠ ته ورسېد.

ترکیه وايي، په سوريه کې د کردانو د ولسي خونديتوب قطعې يا (YPG) ځواک يو تروريستي سازمان دى چې د کردستان د کارګرانو له ګوند يا (PKK) سره ارتباط لري.

د کردانو PKK ګوند له نوولس سوه څلوراتيايم ميلادي کال راهيسې په ترکيه کې د بېلتون غوښتنې خونړۍ جګړه روانه کړې ده.

په سوريه کې د کردانو د ولسي خونديتوب قطعې يا (YPG) چې امريکا يې ملاتړ کوي د هغه ائتلاف برخه ده چې په سوريه کې د داعش ډلې خلاف جنګېږي.