د امریکا پوځي ځواک د بل هروخت په پرتله پیاوړی شوی

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د دې هېواد پوځي ځواک د بل هروخت په پرتله پیاوړی شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرت وروسته له هغه په دې اړه څرګندونې وکړې چې ولسمشر ویلادیمیرپوتین وویل روسیې یو نوی دروند اټمي توغندی ازمویلی.

ښاغلي پوتین پرون ملت ته په کلنۍ وینا کې وویل دا د لېرې واټن ویشتونکی توغندی دی چې په اټمي کروز میزایل او د اوبو لاندې ډرون سمبال دی او رادار یې نشي معلومولای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په خپله عادي خبري کنفرانس کې وویل پوتین هغه وینا چې امریکا له ډېرې مودې پرې پوهېدله ثابته کړه خو روسیې انکار ترې کاوه.

مېرمن ناویرت وویل، روسیې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د منځني واټن ویشتونکو اټمي توغندیو د مخنیوي له تړون INF څخه سرغړونه کوله.

هغې زیاته کړه چې د امریکا پوځي بودیجه په کال کې له اووه سوه میلیارډ ډالرو اوړي.

مېرمن ناویرت وویل چې د امریکا پوځ اوس د بل هروخت په پرتله ځواکمن دی.