د "ازادۍ په څپو کې" د خپرونې موضوع "له طالبانو سره سوله"

"له طالبانو سره سوله"

طالبانو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د سولې د وړاندیز په اړه تر اوسه ښکاره څه نه‌دي ویلي.

جمهور رئیس غني د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په غونډه کې طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ، د بندیانو د خوشې کېدو ژمنه‌یې وکړه، پر طالبانو یې د لګېدلو بندیزونو د لیرې کېدو تعهد وکړ او دا یې هم وویل چې دوی به د یوې قانوني سیاسي ډلې په توګه وپېژني.

ولسمشر غني بیا وویل چې دا وړاندیزونه‌یې پرته له څه شرطه کړي دي ترڅو سولې ته لار هواره شي.

د "ازادۍ په څپو کې" دې پروګرام کې دا موضوع د خپرونې له مېلمنو سره څېړو.

Your browser doesn’t support HTML5

د "ازادۍ په څپو کې" خپرونې لومړۍ برخه

Your browser doesn’t support HTML5

د "ازادۍ په څپو کې" خپرونې دوهمه برخه