له ۲۸ کلونو وروسته د ننګرهار کانال کې د مالټو او نارنجو تولیدات

له ۲۸ کلونو څخه وروسته د ننګرهار په کانال کې د مالټو او نارنجو تولیدات پیل شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د ننګرهار په کانال کې له زر جریبه ځمکې نه شااوخوا ۱۵ سوه ټنه د مالټې او نارنجو حاصلات تر لاسه شوي دي.

د ښاغلي رستمي په وینا د ننګرهار په کانال کې له درې زره جریبو نه پر ډېره ځمکه د مالټو او نارنجانو باغونه دي چې راتلونکی کال به له دوه زره جریبه نورو یې هم حاصلات تر لاسه شي.