کوټه کې انتحاري حملې څلور پاکستاني پوځیان ووژل

د بلوچستان په مرکز کوټه کې ځان وژونکي څلور پاکستاني پوځیان ووژل او په همدې ښار کې پرون چهارشنبه په یوه بل برید کې دوه پولیس په ډزو ووژل شول.

د پاکستاني ځواکونو یوه ویاند وویل چې له یوې پوستې سره د چهارشنبې په ورځ ځانمرګی برید وشو چې څلور عسکر په‌کې ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د دې پېښو مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.