چارواکي: په ارزګان کې یو پولیس او ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د بریدونو پر مهال ۱ پولیس او ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په مرکز کې پر ځينو امنیتي پوستو کړي چې افغان پوځ‌يې بریدونه په شا تمبولي دي.

ده وويل، په دې نښته کې يو پوليس او ٧ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.