د داعش وسله‌والو په ننګرهار کې یو سړی سنګسار کړی

د داعش وسله‌والو په ننګرهار کې یو سړی سنګسار کړی دی.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د ترلاسه کړو عکسونو او د داعش د وسله‌والې ډلې د یوې اعلامیې په حواله وايي چې دا کس د وزیرو په تنګي کې سنګسار شوی دی.

د سنګسار شوي کس د هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو په اعلامیه کې ویل شوي چې وژل شوی کس متاهل و او له یوې بلې ښځې سره‌یې نامشروع اړیکې لرلې.

دا هم نه‌ده معلومه چې دا کس کله سنګسار شوی دی.

افغان چارواکو تر اوسه دا پېښه نه‌ده تأیید کړې.