چارواکي: د افغانستان په شمال کې د نصرت په نوم عمومي عملیات پیلېږي

د شاهین قول اردو چارواکي د داعش ډلې او طالب وسله‌والو په وړاندې په شمال زون کې د پسرلنۍ جګړې له چمتووالي خبر ورکوي.

د شاهین قول اردو د ارکان رئیس ادم خان متین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی پر نصرت پسرلنيو عملیاتو کار پيل کړی او تر راتلونکې یوې میاشتې به په ۹ شمالي ولایتونو کې پيل شي.

د شاهین قول اردو د ارکان رئیس وايي چې دا عملیات د طالب وسله‌والو او داعشیانو د پټن ځایونو د له‌منځه وړلو په مقصد پلان شوي دي.

نوموړی وايي چې په راتلونکي پسرلي کې د دښمن د تحرکاتو د دفعه کولو په خاطر، لازم اقدامات ترسره شوي او په هغه ټولو سیمو کې چې دښمن غواړي تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، د ملي اردو قوتونه ځای پر ځای شوي دي.

ده زیاته کړه چې د دولت ضد وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په مقصد په نصرت ۹۷ عملیاتو کې له بلک هاک الوتکو څخه کار اخيستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس مهال په بلخ، جوزجان، بغلان او فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتېري د طالب وسله‌والو پر وړاندې په البرز او پامیر عملیاتو کې جنګېږي.