د بخښنې نړیوال سازمان وایي، لسګونه ایرانۍ مېرمنې د جبري حجاب اغوستلو پر وړاندې د اعتراض له کبله د اوږد مهاله حبس له خطر سره مخامخ دي.
ایراني چارواکو لسګونه مېرمنې چې د دې اقدام په اعتراض کې له حجاب پرته سړکونو ته راووتلې، نیولې دي.
د ایران حکومت وایي، هغه کسان چې د جبري حجاب اغوستلو پر قانون اعتراض لري، د فساد او فحشا د دودولو په تور ښایي تر ۱۰ کلونو په بند محکوم شي.
د بخښنې نړیوال سازمان چې مقر یې په لندن کې دی، د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، ایران لسګونه مېرمنې د اوږدمهاله بند له خطر سره مخامخ کړي دي چې دا د ښځو د حقونو لویه سرغړونه ده.
د دغه سازمان په وینا څه باندې ۳۵ مېرمنې په خشن ډول نیول شوي دي.
د جبري حجاب اعتراض ته په ایران کې دننه او بهر ډېرو کسانو د "دخترانِ خیابانِ انقلاب" نوم ورکړی دی.