«م. م»: تېره اوونۍ ۱۰ زره افغان کډوال له ایرانه وایستل شول

د ملګرو ملتونو د بشري چارو اداره وایي، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې ۱۰ زره افغان کډوال له ایرانه وایستل شول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اوونیزې اعلامیې پر اساس د دغو کډوالو پنځه زره تنه په خپل لګښت افغانستان ته بېرته لېږل شوي دي.

دغه اداره زیاتوي په افغانستان کې په تېرو دوو میاشتو کې په ټوله‌ییز ډول ۱۸ زره او ۵۰۰ کسان له خپلو کورونو بې‎ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې په ټول افغانستان کې څه باندې ۵۰ زره کډوالو ته مرستې ووېشل شوې.