الکوزی: تورخم بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې لا حل نه‌دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو سیاسي اختلافاتو د دوی په سوداګرۍ ناوړه اغيز کړی.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي، ازادي راډيو ته وویل، لا هم د تورخم په لار کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شوي نه دي.

په همدې حال کې د پکتیا د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان له لوري پاکستان ته د صادراتو کچه ۳۰ سلنې ته راټېټه شوې ده.

دا وروسته له هغه وشول چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچونه زیات شول.

اوس مهال د افغان سوداګرو په لسګونه لارۍ تورخم په لار کې بند پاتې دي.

افغان سوداګر له حکومته غواړي چې له پاکستان سره تجارتي ستونزې هوارې کړي.