ارزګان چارواکي: د تېرې شپې جګړه کې ٥ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، په مرکز ترينکوټ کې تېره شپه په وسله‌واله جګړه کې ٥ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، وسله‌والو طالبانو په چپه خاک سيمه کې پر امنيتي قواوو حمله وکړه چې په ځوابي نښته کې وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ناياب وايي، جګړې ٢ ساعته دوام وکړ او افغان امنيتي ځواکونو په‌کې ځاني زيان نه‌دى رسېدلى.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.