میاخېل: له پاکستانه د کډوالو د ورستنولو بهیر باید داوطلبانه وي

افغان حکومت وايي، د مارچ له لومړۍ نېټې له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ورستنولو بهیر باید داوطلبانه او د افغانانو په خوښه وي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون یکشنبه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، پاکستان باید د کډوالو راستنول سیاسي نه‎کړي.

پرون یکشنبه پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ یو بیان خپور کړی چې په‎کې له افغان کډوالو غوښتنه شوې چې د ستنېدو لپاره نوم‎لیکنه وکړي.

د «یو. اېن. اېچ. سي. ار» د بیان له مخې کوم کډوال چې نوم‎لیکنه نه‎کوي له مرستو به بې‌برخې شي.

ملګري ملتونه هر هغه افغان کډوال ته چې خپل هېواد ته ستنېږي، ۲۰۰ ډالره ورکوي او افغان حکومت هم ژمنه کړې چې هرې کورنۍ ته به د اوسېدو لپاره ځمکه ورکوي.