افغان حکومت د کابل پروسې د غونډې د چمتووالي خبر ورکوي

افغان حکومت د کابل د پروسې د دوهمې غونډې لپاره د بشپړو تیاریو خبر ورکوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې به د ۲۵ هېوادونو او څو نړیوالو موسسو استازي ګډون وکړي.

ښاغلی مستغني وايي، مېلمنو ته بلنلیکونه استول شوي او ډېرو یې د خپل ګډون ډاډ هم ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي، د سولې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو او د ترورېزم پرضد د مبارزې پر مسایلو بحثونه په پام کې دي.