ګلوب اينډ مېل: افغانستان د سولې د پايپلاين عملي کار پيل کړ

ګلوب اينډ مېل:

له کاناډا خپرېدونکې ورځپاڼې ګلوب اينډ مېل په خپله تازه ګڼه کې د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې د کار د پيل په اړه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى«افغانستان د سولې د پايپلاين عملي کار پيل کړ».

ورځپاڼه د اقتصادي پرمختګ له لارې د افغانستان د ثبات لپاره د طبيعي ګازو د نلليکې دغه پروژه چې ارزښت يې ٢٢ نيم ميلياردو ډالرو ته رسېږي، له څرګندو هڅو ګڼي.

ګلوب اينډ مېل ورځپاڼه ليکي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ په هرات کې د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې د کار د پيل مراسمو ته په وينا کې وويل چې هېواد يې پر سيمه ييز اتصال باور لري.

ده وويل چې له څو پېړيو وروسته د افغانستان له طريقه جنوبي اسيا، له منځنۍ اسيا سره تړل کېږي.

ورځپاڼه زياتوي، دغه پايپلاين چې ١٨١٤ کيلومتره اوږد دى، له ترکمنستان څخه پيل د هندوستان په شمال کې تر پنجاب ايالت پورې رسېږي.

په ليکنه کې راغلي چې په دې پروژه کې د پايپلاين تر څنګ د رېل ګاډي پټلۍ او د نوري فايبر پروژه هم شامله ده.

ګلوب اينډ مېل ورځپاڼه ليکي، افغانستان چې د يوه څلورلاري په توګه په اسيا کې خپل جغرافيايي موقعيت تثبيتوي، د جنګ د بديل په توګه به له دې پروژې د کارونو لپاره استفاده وکړي، په عين حال کې به برښنا او د کورونو د تودولو لپاره ارزان بيه ګاز ترلاسه کړي.

دي سټېټسمن:

له هندوستانه خپرېدونکې ورځپاڼې دي سټېټسمن په خپله تازه ګڼه کې د هغه فلم په اړه ليکنه خپره کړې چې په پام کې ده، د پېژندل شوي فلمي ستوري اکشې کمار تر څنګ، څو تنه افغان ماشومان هم په کې رول ولوبوي.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې په پَډمن نومي فلم کې د ښځو د حساسو صحي مسايلو تر انځورولو وروسته، اوس داسې ښکاري چې اکشې کمار په خپل راتلونکي فلم کيساري کې له افغان ماشومانو سره رول لوبوي.

د ليکنې په حواله، اکشې کمار په ټوېټر کې بې له دې چې د خپل موقعيت په اړه څه ووايي، ليکلي وو:

"نن د شوټنګ پر سيمه معصومې موسکاګانې خپرې شوې دي، له دغو مينه ناکو ماشومانو سره په شوټنګ بوخت يم چې په کيساري فلم کې د افغان کوچنيانو رول لوبوي."

ورځپاڼې له اکشې کمار سره چې د يوه سيکهـ غوندې لنګوټه يې پر سر ده او ږيره يې پرېښې ده، د درېيو ماشومانو عکس خپور کړى دى.

ويل شوي چې د دغه فلم داستان په هندوستان کې د يوې پخوانۍ جګړې په باب دى.

دي سټېټسمن ورځپاڼه ليکي چې په پام کې ده کيساري فلم د ٢٠١٩ میلادي کال په وروستيو کې د هولي يا د هندوانو د ځانګړي جشن پر مهال بازار ته وړاندې شي.