وکیلان او کارپوهان: د ټاپي پروژې امنیت ته باید پام وشي

د ټاپي پروژې د تاریخي پېښې د کار له پیل سره د افغانستان د اقتصادي پراختیا هیلې زیاتې شوي، خو د امنیت په اړه یې اندېښنې هغه موضوع ده چې د خلکو استازي یې مطرح کوي.

په ولسي جرګه کې د هغو ولایتونو استازي چې د ټاپي د ګازو نل لیکه یې له ولایتونو تېرېږي، په دې باور دي چې د دغې پروژې پلي کول به له امنیتي پلوه، له ستونزو سره مخ شي.

دوی له حکومته غواړي چې د دغې پروژې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازې نسیمه نیازۍ، سره له دې چې باوري ده چې دغه پروژه، د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو په ګټه ده خو وايي:

"موږ اندېښمن یو، عام خلک باید په امنیت کې برخه واخلي، موږ په دې هیله یو چې دا پروژه کامیابه وي، د دغو ناامنو سیمو ټول ولسونه همکار دي که د طالبانو او که د دولت ترکنټرول لاندې ساحو کي دي."

د ترکمنستان د ګازو دغه لیکه د افغانستان په ۷۵۰ کېلومتره خاوره کې، د هرات ولایت د کشک، انجیل، ادرسکن، ګذره، او شینډنډ له ولسواليو نه د فراه ولایت بالابلوک او بکوا ولسوالیو ته رسېږي.

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالي بله سیمه ده چې دغه نل لیکه ځنې تېرېږي او دا هغه ولسوالۍ ده چې اوسېدونکي یې له ناامنیو اندېښنې لري.

د هلمند ولایت واشېر او نهرسراج او د کندهار ولایت میوند، ژیړۍ، ارغنداب، دامان او سپین بولدک ولسوالۍ، نورې هغه سیمې دي چې دغه نل لیکه ورنه تېره او بالاخره کوټې ته رسېږي.

په ولسي جرګه کې د دغو ولایتونو استازي چې د ټاپي د ګازو نل لیکه یې له ولایتونو تېري وايي، دغه سیمې له کلونو راهیسې نا امنه دي.

د دغې پروژې د پلي کولو په اړه د ناامنیو اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې عملي کار یې د جمعې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو، په بهرنیوچارو کې د هند د دولت د وزیر او د پاکستان د لومړي وزیر لخوا په رسمي توګه پیل شو.

که څه هم طالبانو ویلي چې د دغې پروژې امنیت به ساتي او فساد ته به په کې اجازه ورنه کړي، خو د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، حکومت باید پر دغو ډلو چې تل یې د افغانستان پرمختګ ته زیان رسولی، باور ونه وکړي.

د دوی په خبره حکومت باید په جدي ډول د دغې پروژې امنیت ته کار وکړي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر د امنیتي چارو پوه فقیر محمد فقیر وايي، د دغې پروژې امنیت باید په خبرو کې خلاصه نه شي، بلکې اړتیا ده د هغو سیمو لپاره چې دغه نل لیکه ورنه تېرېږي، وړ او تجربه لرونکي مدیران وګمارل شي:

فقیر محمد فقیري

"حکومت د دغې پروژې د امنیت په برخه کی لومړۍ درجه مسؤلیت لري، که د امنیت لپاره یې وړ او هېواد پال کسان وګمارل شي، کومې اندېښنې چې له خلکو سره دي، له منځه به لاړې شي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې د یادې پروژې امنیت له هره پلوه نیول شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، په دې برخه کې باید اندېښنې نه وي.

د دغې پروژې له پلي کیدو سره به نه یوازې دا چې نېږدې ۳۰۰۰۰ کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې شي بلکې افغانستان به هر کال د یادې پروژې نه ۵۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیټ حقوق هم ترلاسه کړي.

د امنیتي چارو پوه ښاغلی فقیر وړاندیز کوي چې په هغو ولسوالیو کې کوم چې د ټاپي د ګازو نل لیکه ورنه تېرېږي، پراخ تصفوي عملیات ترسره او داسې منظم تدابیر ونیول شي چې مخالفین یې له ګټو برخمن نه شي.

راپور: خان محمد سیند