په کابل کې د امریکا سفیر افغانانو ته د ټاپي پروژې مبارکي ویلې

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، جان بس، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او افغانانو ته یې د دې اقتصادي پرمختګ مبارکي ویلې ده.

جان بس پر ټوېټر پرون جمعه لیکلي چې د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګاز د نل لیکې پروژه ټاپي داسې ستر ګام دی چې د سیمه ییزې همکارۍ له پراختیا سره به مرسته وکړي.

د هغه په وینا، ډېرو افغانانو ته به کارونه پیدا شي، افغانستان ته د ارزانه انرژۍ ښه منبع په لاس ورځي او حکومت ته به د عاید مهمه سرچینه وي.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پرون پیل شو.

د افغانستان حکومت وايي، په ټاپي پروژه کې به تر ۱۰زره زیاتو افغانانو ته کارونه پېدا شي او د کال ۵۰۰میلیون ډالره به د مالیې له درکه ورته رسېږي.

د چارواکو په وینا، د هرات ښار ته نېږدې به د مایع ګاز د توزیع یو ستر مرکز جوړ شي، د منځنۍ اسیا د رېل پټلۍ به چې د ترکمنستان له خاورې را تېره شي او د هېواد نو ترمنځ د ارزانه ترانزیت نوې لار به جوړه کړي.

د هرات د چارواکو په وینا،هغه نوري فایبر او د برق انرژي به چې د افغانستان په خاوره کې له ترکمنستانه د پاکستان خاورې تېرېږي، د هرات د صنعتي پارک فعالیت چټک کړي.

د ټاپي پروژې ته لس میلیارد ډالر ځانګړي شوي او تر ۲۰۲۰مېلادي کاله بشپړېږي.