د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې کار نن جمعه رسماً پرانېستل شو

د ټاپي پروژې د افغانستان د برخې کار نن رسماً پرانېستل شو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښين په دې مناسبت په هرات کې جوړو شويو مراسمو ته وويل، دغه پروژه به د افغانانو ژوند ته سوکالي راولي:

"زموږ پر ژوند د دغه پروګرام تاثير څه دى؟ خويندو او وروڼو دا پروژه په سادګۍ سره زموږ د خلکو دسترخوان بدلوي. هدف مو دا دى چې خلک مو سوکاله وي او ارام ژوند ولري. دغه پروګرام د سلګونو میليونو ډالرو عوايدو سبب کېږي. برښنا، ګاز، کار او ژوند راولي."

په هرات کې په دغو مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بيردي محمدوف، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او په بهرنيو چارو کې د هندوستان د دولت وزير ام، جي اکبر ګډون کړى و.

ښاغلي محمدوف د دې پروژې د پيل له کبله افغانانو ته مبارکي وويله او ويې ويل چې نن په سيمه کې يوه ستره پروژه پرانيستل کېږي.

افغان چارواکي وايي، د ټاپي په چوکاټ کې د ګاز پر لېږدولو سربېره د افغانستان، پاکستان او هند لپاره د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا، په هرات، فراه او کندهار ولایتونو کې د برښنا سب سټیشنونه، نوري فایبر او د اوسپنې د پټلۍ پروژې هم شاملې دي. تمه ده چې دا پروژه به د ۲۰۱۹ کال په پای کې بشپړه شي.

د ټاپي د ګاز نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومتره ده چې ۷۳۵ کیلومتره یې په افغانستان کې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.