زابل کې درې ټنه مخدره مواد وسوځول شول

په زابل ولایت کې درې ټنه مخدره مواد وسوځول شول، دغه مواد چې په‌کې تریاک، هیروئین، چرس، شراب او نور مخدره مواد شامل وو، پرون چهارشنبه د دې ولایت په مرکز قلات کې د چارواکو او عامو خلکو په حضور کې وسوځول شول.

د زابل د امنیه قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیر څارمن سردار محمد هوتک وویل:

"له دغو موادو سره شااوخوا ۷۷ تنه د مخدره موادو مشکوک قاچاق وړونکي نیول شوي چې په دوه په‌کې ښځې دي او ۲۷ عرادې وسایل هم نیول شوي چې په خپل وخت د کندهار ګمرک ته تسلیم شوي دي."

د ښاغلي هوتک په وینا دغه مخدره مواد په تېر یوه کال کې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي وو.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې زابل هم یو له هغو ولایتونو دی چې په‌کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.