غني: د تل‌پاتې سولې لپاره باید د قانون حاکمیت او قوي اراده ولرو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره ولسي غورځنګ او يووالي ته اړتیا ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د قانون د حاکمیت تر څنګ د قومي او جهادي مشرانو همکاري مهمه بولي.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۲» ولسمشرۍ ماڼۍ کې د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو سره د «سولې ملي او مشتورتي» کنفرانس ته وویل چې که غواړو په هېواد کې سوله ولرو، نو د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید يو ولسي غورځتګ رامنځته کړو.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د سولې په پروسه کې د ولسي ملاتړ تر څنګ د قانون حاکمیت هم اړین دی.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"باید د قانون حاکمیت ولرو، یو موټي او اراده ولرو ځکه که عمل ونه‌لرو سوله نه‌راځي. هر یو باید ځان د سولې سفیر وبولئ او ولسي غورځنګ باید په ټول افغانستان کې پلی کړو او هر هغه څوک چې ټوپک لري ورته ووايئ چې ټوپک ته رخصتي ورکړه."

په کابل کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو قومي او جهادي مشران او د ولایتي شوراګانو استازي داسې وخت راټول شوي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د یوې ملي اجماع په لټه کې دی.

له دې وړاندې هم د افغانستان د سولې د عالي شورا له‌خوا له دیني عالمانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو سره دوه مشورتي غونډې ترسره شوې دي.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د چهارشنبې په ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د مخورو یوې غونډې ته وویل چې د سولې لپاره تحرک پیل شوی او داسې پړاو ته رسېدلی چې باید د سولې مذاکرات پیل شي.

کریم خلیلي

​نوموړي زیاته کړه:

"په دې قضیه کې دا وخت یوه ستره ملي اجماع جوړه شوې، تغییرات رامنځته شوي، یو تحرک مو پیل کړی او دا تحرک مو اوس منځته راوستلی یعنې اوس په داسې پړاو کې یو چې باید خبرې اترې پیل شي."

قومي او جهادي مشرانو د سولې په تړاو د دوه ورځنۍ مشورتي غونډې وروسته یو پرېکړه‌لیک هم صادر کړ چې په‌کې یې پر حکومت او وسله‌والو طالبانو د روغې جوړې غږ وکړ.

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې وویل چې د ملي وحدت حکومت د سولې خبرو ته د پر مخ بیولو لپاره پوره ژمنتیا لري.

عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"زه باور لرم چې دا ملي اجماع د افغانستان خلکو او هغو مخالفینو ته چې جګړه کوي ښه پیغام رسوي، ستاسې فرمایشات او صادر شوی پرېکړه‌لیک د ملي وحدت حکومت د مشرانو پوره ملاتړ لري."

د سولې لپاره د ملي اجماع دا هڅې داسې وخت کېږي چې افغانستان به راتلونکې چهارشنبه د سولې لپاره د کابل پروسې د غونډې کوربه وي.

حکومت وايي، د خلکو دا غوښتنې به تر نړیوالې ټولنې ورسوي.

له دې هڅو سره په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره پوره هلې ځلې کوي.

خو له دې ټولو سره د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي، تر کومې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره يو بې‌پرې ادرس رامنځته نه‌شي د سولې لپاره روانې هڅې کومه نتیجه نه‌ورکوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ