خاقان عباسي: نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو په ستنېدو کې خپل مسؤلیت پوره کړي

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي وايي، نړۍ دې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او په خپل هېواد کې یې د ځای پر ځای کولو په لړ کې خپلې ژمنې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده د یو میاشت او بیا وروسته‌یې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه دا موده دوه میاشتې نوره وغځوله.

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې دا مهال تر ۱.۴ میلیونو ډېر راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې «UNHCR» د درې اړخیز تفاهم وروسته ورته په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې هېواد صدراعظم د سې شنبې په ورځ د مرکزي حکومت د کابینې په غونډه کې پر نورو مساېلو سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع هم تفصیلي خبرې کړې دي.

د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي

که څه هم تېره اوونۍ په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د روان کال د جون میاشتې تر پایه په غڅولو غور کوي، خو د صدراعظم خاقان عباسي دفتر په خپله خبرپاڼه کې ویلي:

"پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له پاکستانه بېرته ستنېدونکو راجسټر افغان کډوالو ته به هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او په دې اړه‌یې په بېلابېلو سپارښتنو غور کړی دی."

د پاکستان د مرکزي حکومت کابینې همدا شان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې هم د افغان کډوالو په ارام او خوندي بېرته ستنېدنه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان سیاسي او پوځي مشران په دې وروستیو کې ټینګار کوي چې افغان کډوال دې پر خپله خوښه په پرده کې هېواد ته ستانه شي.

پاکستان کې افغان کډوال

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د روانې اوونۍ په پیل کې د جرمني د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې ادعا کړې وه چې حقاني شبکه او پاکستاني طالبان پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو د خپلو موخو لپاره ګټه اخلي او اوس دا وخت رارسېدلی چې دغه کډوال په عزت خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو تر هغې وروسته له دغه هېواده د افغان کډوالو پر ستنېدو ټینګار زیات کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړی او بیا وروسته‌یې دغه هېواد ته پوځي مرستې هم وځنډولې.