روسیه: افغانستان کې د داعش د حضور او د اغېزو پر پراختیا اندېښنه لرو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، موږ په افغانستان کې د داعش د وسله‎والو د حضور او د اغېزو د پراختیا په اړه اندېښمن یو.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په شمال او ختیځ کې د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې یا داعش موجودیت جدي خطر دی.

نوموړي وویل، دوی په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو او روسیې ته له دې درکه د پېښ ګواښ په اړه اندېښمن دي.

د پاکستان چارواکي هره ورځ مختلفې څرګندونې کوي.

د لاوروف په وینا دا مهال د داعش وسله‎وال د افغانستان په هغو سیمو کې دي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په پولو پرتې دي.

پاکستاني رسنۍ: د روسیې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېږي

له دې سره منځنۍ اسیا هېوادونو ته د دې وسله‎والو د اوښتو خطر زیات شوی له کومه ځایه چې د لاوروف په وینا روسیې ته په رسېدو کې ستونزه نه‎لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف سره په دې ګډه خبري غونډه کې وویل:

"موږ افغانستان کې دننه او شااوخوا وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوو. موږ په دې هېواد کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت، د ترهګرو د فعالیتونو د زیاتېدو، د نشه‎يي توکو ګواښ چې له‎منځه نه‎دی تللی او د افغانستان په شمال او ختیځ کې د داعش ډلې د پیاوړي کېدو په اړه شریکې اندېښنې لرو."

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د مسکو په دې خبري غونډه کې همدارنګه ادعا وکړه چې ناټو او افغان حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې خطر چې د لاوروف په وینا د جنګیالیو شمېر یې تر زر تنو رسېږي کم ښيي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دې خبري غونډه کې وویل:

"زموږ په باور په افغانستان کې د داعش د ترهګرو شمېر په ځانګړې توګه په شمال ختیځ کې د طالبانو د ځینو هغو ډلو نه زیات دی چې کابل او امریکا یې په ورځنۍ توګه یادوي، خو د کابل او واشنګټن له‎خوا په دومره لوی شمېر کې د داعش د موجودیت او یا پراختیا رښتینی تصدیق نه‎دی شوی."

د افغانستان دفاع وزارت د خواجه اصف دا څرګندونې په کلکه رد کړې.

دفاع وزارت: پاکستاني چارواکي د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه ثابت نظر نه‎لري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل:

”زه کاملاً دا خبره ردوم، د پاکستان چارواکي هره ورځ مختلفې څرګندونې کوي چې یوه‌یې هم له واقعیت سره برابره نه‎وي. په افغانستان کې داعش ډله ډبول شوې او کمزورې شوې ده. دلته د داعش څلور مشران وژل شوي دي."

د جنرال وزیري په وینا د دې ډلې څو ګروپونه د ننګرهار د شینوارو په غرنیو کلیو کې موجود دي او یو څه حرکت‌یې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې موجود دی، خو نور نه په افغانستان کې مرکزونه لري او نه څوک اجازه ورکوي.