کوچیان د پاکستان له‌خوا د پولې د بندېدو له امله له لوږې سره مخ دي

لسګونه زره افغان کوچیان د پاکستان له‌خوا د پولې د بندېدو له امله په خوست ولایت کې له لوږې سره مخ دي.

دا خبره د قحطۍ په وړاندې د مبارزې په نوم د یوې فرانسوۍ مرستندویې ټولنې مشرې کینګا کوموروسکا روېټرز خبري اژانس ته کړې او ويلي یې دي چې د یوې وروستۍ څېړنې له مخې چې یوې جرمنۍ خیریه مؤسسې ترسره کړې، شااوخوا ۲۰۰ زره افغان کوچیان په خوست ولایت کې په سخت ژمي کې بند پاتې دي، ځکه پاکستان ورته اجازه نه‌ورکوي چې له خپلو رمو سره له پولې واوړي او خپلو ژمنیو څړځایونو ته ولاړ شي.

کوموروسکا وویل چې له دوو مرستندویو ټولنو څخه‌یې د دغو کوچیانو لپاره چې په دوو اوونیو کې یې خوراکي مواد پای ته رسېږي، د مرستې غوښتنه کړې وه، خو هغوی رد کړې او که ورسره مرسته ونه‌شي، ښایي د افغانستان کوچیان چې له پېړیو راهیسې یې په دې هېواد کې په ځانګړې بڼه ژوند کړی، د ورکېدو له خطر سره مخ شي.

د هغې په وینا، دغو کوچیانو د دې لپاره چې خپل ژوند وژغوري، په وروستیو کې په ارزانه د خپلو پسونو او بزو پلورلو ته مخه کړې ده.