حلیمه: په ډایکندي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون وايي چې په ډایکندي ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله څو چنده زیاته شوې چې عمده لاملونه‌یې بې‌وزلي، د نشه‌یي توکو استعمال، ناوړه دودونه او د عامه پوهاوي نشتوالی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ آمرې حلیمه بشردوست ډایکندي ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې په روان کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښې ثبت شوي چې دا شمېر د تېر کال په پرتله څو براره زیاتوالی ښيي.

د تاوتریخوالي له دې پېښو ۸۶ سلنه‌یې په مرکز نیلي او پاتې نورې یې په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.