د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره د یو څلور ورځني سفر په ترڅ کې د روسيې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی اصف روسیې ته دغه سفر د خپل روسي سیال سرګي لاوروف په ځانګړې بلنه ترسره کوي چې د روانې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به روان وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به روسیې ته د خپل سفر پر مهال له خپل سیال او نورو روسي چارواکو سره په دوه اړخیزو او همدا شان په سیمهییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته تللی.
د پاکستان او روسیې اړیکې په دې وروستیو کې د تېر په پرتله ډېرې نږدې شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي پلاوو پر تګ راتګ سربېره د روسیې او پاکستان پوځیانو په دواړو هېوادونو کې ګډ پوځي تمرینات هم ترسره کړي دي.
له بلېخوا بیا د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې ماریا زاخارووا هم دغه هېواد ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه په یوه بیان کې ویلي:
"خواجه اصف به مسکو ته د خپل سفر پر مهال له خپل روسي سیال سره په دوه اړخیزو او یو لړ مهمو سیمهییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي."
د ماریا په خبره:
"موږ پلان لرو چې د روسیې او پاکستان ترمنځ هر اړخیزې اړیکې، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ او ترهګرۍ په مخنیوي کې لا پیاوړي کړو."
که څه هم د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندویانو دا نهدي ویلي چې دغه مهم سیمهییز او نړیوال مسایل کوم یو دي، خو پاکستاني رسنۍ بیا وايي چې د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي او دا موضوع د دغه سفر مهمه اجنډا یادوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د روسیې سفر کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوي او امریکا پر پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولې وې.
The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking of our leaders as fools. They give safe haven to the terrorists we hunt in Afghanistan, with little help. No more!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 1, 2018
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې او پاکستان په خپلمنځي اړیکو کې ښکاره ښهوالی راغی.
روسیې په همدې کال کې پر پاکستان د وسلو پر پلور لګېدلی بندیز لیرې کړ او ورسره سمیې پاکستان ته د هلیکوپټرو د ورکولو یو تړون هم لاسلیک کړ.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د سیاسي چارو ځیني کارپوهانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د اسلاماباد او واشنګټن ترینګلې اړیکې د دې لامل شوي چې پاکستان مسکو ته نږدې کړي.