د اسرائیل صدراعظم او د ایران د بهرنیو چارو وزیر لفظي شخړه وکړه

د اسرائیل صدراعظم او د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون یکشنبه په یوه مهمه نړیواله غونډه کې لفظي شخړه وکړه.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ایران په وړاندې سخته انتقادي ژبه وکاروله او دا هېواد یې په سوریه او یمن کې د یاغي وسله‎والو په ملاتړ تورن کړ.

نتانیاهو چې د لومړي ځل لپاره د مونیخ په نړیواله امنیتي غونډه کې وینا کوله، د ایران رژیم د دوهمې نړیوالې جګړې په کلونو کې د جرمني له فاشیستي نظام سره یو شان وباله او ویې‌ویل چې دا هېواد د نړۍ لپاره یو لوی خطر دی.

هغه د ایران رژیم د نړیوالې سولې لپاره یو ګواښ وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر وړاندې یې ودرېږي.

نتانیاهو د مونیخ امنیتي غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ چې د ګڼ شمېر هېوادونو مشران او چارواکي، پالېسي جوړوونکي او کارپوهان په‎کې حاضر وو، له ایران سره د لویو قدرتونو اټمي موافقه هم وغندله او ویې‌ویل چې دې موافقې ایران په کورنۍ او نړیواله کچه لارې ته سم نه‎شو کړای.

نتانیاهو یوه وسپنه چې ویل یې د ایران د یوې نسکورې شوې بې‌پیلوټه الوتکې ترلاسه شوې پرزه ده، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ته وروښوده او پوښتنه‌یې وکړه، دا پېژنئ؟ دا ستاسو ده.

هغه ظریف په لومړي نوم یاد کړ او د هغه پر وینا یې انتقاد وکړ.

نتانیاهو زیاته کړه:

"ظریف وايي چې د سوریې او یمن کړکېچ پوځي حل لاره نه‎لري. که دا رښتیا وي، نو ایران ولې دقیقاً په همدې دوو هېوادونو کې د جګړې اور ته وسلې او جنګیالي استوي. بې له شکه چې ښاغلی ظریف به بیا هم په سوریه کې د ایران شریرې لاسوهنې په سپین‎سترګۍ سره رد کړي."

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم د کنفرانس ګډون‎والو ته په وینا کې نتانیاهو ته په تُندو الفاظو ځواب ورکړ او د هغه وینا یې د سرکس نندارې ته ورته وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

ښاغلي ظریف زیاته کړه:

"تاسو نن سهار د یوه کارتون ډوله سرکس نندارچیان وئ، داسې چې حتی د ځواب ویلو د مرتبې وړتیا هم نه‎لري."

د ایران او اسرائیل په اړیکو کې کړکېچ تېره میاشت وروسته له هغه زیات شو چې د اسرائیلو یوه جنګي جټ الوتکه په سوریه کې د ایران او سوریې پر پوځي اهدافو له برید وروسته د ستنېدو پر مهال وویشتل شوه او نسکوره شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې همداراز په منځني ختیځ، عراق او افغانستان کې د ښکېلېدو په خاطر د اسرائیلو پر متحد هېواد امریکا هم سخت انتقادونه وکړل.