زاخېلوال: پاکستان ته د ستانکزي او برمک د سفر موضع منظم څارل کېږي

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

په پاکستان کې افغان سفیر وايي، دغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت د رئیس او د کورنیو چارو د وزیر د سفر موضوع تر اوسه پورې په منظم ډول تعقیبېږي.

حضرت عمر زاخېلوال دا خبره تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه:

"هغه سفر چې له کابله د ملي امنیت رئیس ښاغلي ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ښاغلي برمک درلوده، هغه په منظمه توګه تعقیب شوی دی. یعنې داسې نه‌ده چې یو سفر و او نور پرېښودل شوی دی."

د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د دلوې میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته سفر وکړ.

دوی تر دې سفر وروسته وویل چې پاکستاني چارواکو ته‌یې په دغه هېواد کې د طالبانو او حقاني شبکې د موجودیت په اړه داسې اسناد ورکړي چې په هېڅ وجه انکار ترې نه‌شي کېدای او باید په وړاندې یې اقدام وکړي.