ظریف: د ایران په اړه د اسرائیل د صدراعطم څرګندونې د ځواب وړ نه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د ایران په اړه د اسرائیل د صدراعظم سختې انتقادي څرګندونې د دې وړ نه دي چې ځواب ورته وویل شي.

جواد ظریف دغه څرګندونې نن یکشنبه د مونشن نړیوال امنیتي کنفرانس ته په وینا کې وروسته له هغې وکړي چې بنیامین نتانیاهو نن یکشنبه سهار دې امنیتي کنفرانس ته په وینا کې، ایران د جرمني له نازیانو سره پرتله کړ او ویې ویل چې د دواړو ترمنځ ډېر ورته والی شته.

نتانیاهو دغه راز خبرداری ورکړچې ایران دې د اسرائیل اراده نه ازمایي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر که څه هم د نتانیاهو نوم وانخیست، خو د دې کنفرانس ګډونوالو ته یې وویل چې نن سهار وختي دوی د یوه کارتون ډوله سرکس شاهدان وو چې ان په دې نه ارزي چې ځواب ورته وویل شي.

د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ د روانې میاشتې په پیل کې وروسته له هغې لوړ شو چې د اسرائیل یوه جنګي الوتکه په سوریه کې پرهغو پوځي اهدافو چې د سوریې او ایران دواړو بلل شوي، له بمباري وروسته په ډزو را نسکوره شوه.