د بلخ د کوچیانو شورا : د کوچیانو ځوانان د طالب په نوم بندي کېږي

په شمال زون کې د کوچیانو د سرتا سري شورا مسئولین وايي چې افغان امنیتي ځواکونه یې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د طالبه وسله والو په نامه نیسي او زندان ته یې اچوي.

په شمال زون کې د کوچیانو شورا مشر سید محمد حریق آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی هم د طالب وسله والو لخوا ځورول کېږي او هم د امنیتي ځواکونو لخوا د طالب په نامه نیول کېږي.

ښاغلي حریق وویل وسله وال طالبان له هغه سیمو څخه د امنیتي ځواکونو په وړاندې د مواضع په توګه کار اخلي چې کوچیان پکې مېشت وي او د دولت له لوري د نظامي عملیاتو په ترڅ افغان امنیتي ځواکونه د دوی ځوانان نیسي او تر نظارت لاندې یې ساتي.

ښاغلي حریق وویل:

"ډېر شمېر ځوانان د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي چې یو شمېر یې آزاد شوي او ګن شمېر نور لا هم په قید کې دي."

د بلخ د کوچیانو د معلوماتو پر اساس چې په تازه ګۍ سره د ملي اردو سرتېرو د بلخ د چمتال او شولګرې ولسوالۍ څخه ۳۰ تنه ځوانان د طالب په نامه د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې نیولي او زنداني کړي یې دي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې طالبان د عامو خلکو له کورونو او استوګن ځایونو څخه د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د مورچل په توګه کار اخلي او له همدې ځایونو پر افغان پوځیانو وسله والې حملې ترسره کوي چې په همدې دلیل یې له عامو خلکو سره توپیر ستونزمن دی.

جمشیدي تائیدوي چې دوی د پوځي عملیاتو په ترڅ کې هر هغه څوک چې مشکوک وي نیسي، خو د تحقیقاتو له بشپړېدو او د بې ګناهۍ د ثابتېدو سره سم یې آزادوي.

جمشیدي په دې اړه وویل:

"طالبان د ملکي وګورو د کورونو او استوګن ځایونو څخه په استفادې پر افغان ځواکونو وسله والې حملې کوي او یا هم د عملیاتو په ترڅ کې د عامو خلکو منځ ته ورځي چې له ملکي وګړو سره یې توپیر ستونزمن وي، موږ هر مشکوک کس نیسو، خو له تحقیقاتو وروسته چې بېګناه ثابت شي، پرېږدو یې."

د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې له مشکوکو نیول شویو کسانو سره د نافذه بشري قوانینو پر بنسټ چلند ترسره کېږي او له شکنجې او بد چلند پرته ترې معلومات حاصلېږي.

جمشیدي وویل چې د بلخ د چتمال او شولګرې ولسوالۍ څخه نیول شوي کوچیان به له تحقیقاتو وروسته کله چې بې ګناه ثابت شول آزاد شي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی