د اسرئیلو صدراعظم: ایران نړۍ ته ستر ګواښ دی

د اسرائیل صدراعظم د مونشن امنیتي کنفرانس ته وویل چې ایران نړۍ ته ستر ګواښ متوجه کړی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د تهران د رژیم په وړاندې چې سوله ګواښي، ودرېږي.

بنیامین نتانیاهو چې د لومړي ځل لپاره یې د مونشن په کلني نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دغه راز وویل چې د ایران او د نازي جرمني ترمنځ ډېر ورته والی شته او زیاته یې کړه چې د ایران مشرتابه د اسرائیل له منځه وړل غواړي.

ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن وروسته دغه کنفرانس ته وینا وکړي.