ولسمشر غني: د سولې طرحه د کابل پروسې په ناسته کې وړاندې کېږي

افغان حکومت د کابل پروسې په غونډه کې د سولې لپاره جوړه شوې طرحه د غونډې له ګډونوالو سره شریکوي.

کابل به په څو راتلونکو ورځو کې د سولې په اړه د کابل د پروسې د یوې سترې غونډې کوربه وي.

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو د ۲۹ مې کلیزې لمانځغونډې ته په وینا کې وویل، د کابل د پروسې په غونډه کې دا ځل د افغان حکومت له خوا د سولې د پروسې طرحه وړاندې کېږي.

ښاغلي غني وویل چې حکومت د ۴۰ کلونو میراثي کړکېچونو د حل لپاره جدي هڅې کوي.

ښاغلي غني وویل:

"موږ سیاسي حل لار غواړو او د کابل په دوهم کنفرانس کې د ملي وحدت حکومت د سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کوي، خو ملت هم باید پوښتنه وکړی، هغه څوک چې سوله نه غواړي، له یو چا سره تړلي، د خپلو ګټو په خاطر سوله نه غواړي او یا دا چې شکایت لري، هر ډول ستونزه چې وي، دا ولس حاضر دی چې حل یې کړي."

د دغې طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله من دی چې له دغې طرحې به هر اړخیز ملاتړ وشي.

د کابل پروسې دوهمه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۸ مه په کابل کې جوړېږي.

له ترورېزم سره مبارزه او د سولې د خبرو څرنګه پرمخ بيول د دغې غونډې اصلي موضوعات ښودل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د دغې غونډې لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

دی وايي، د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او د درېیو نړیوالو سازمانونو استازي دې غونډې ته بلل شوي چې ډېرو یې بلنه منلې ده.

د کابل پروسې لومړی غونډه د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه.

د یادو ناستو د جوړېدا هدف د افغانستان د سولې او ثبات په اړه، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کول دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د ترورېزم پروړاندې په سیمه ییزه کچه مبارزه، د تل پاتې سولې راتګ او د ترورېزم پر وړاندې یووالی د دغې غونډې لاسته راوړنې بللې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په برخه کې غونډه جوړېږي، بلکې په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان د سولې په اړه په وار وار غونډې جوړې شوې، خو د کارپوهانو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده.

د سیاسي چارو یوشمېر افغان کارپوه بشیر بېژن وايي، د حکومت مشرانو د سولې په اړه له جوړو شویو غونډو کومه ښکاره استفاده نه ده کړې.

افغان کارپوه بشیر بېژن

نوموړی زیاتوي:

"لږ تر لږه دوی تر اوسه داسې اقداماتو ته نه دي رسېدلي چې نړیوالو ته دا انګېزه او باور ورکړي چې افغان حکومت له رامنځته شویو فرصتونو د خلکو په ګټه استفاده کړې ده."

ښاغلی بېژن ټینګار کوي چې د سولې د راتګ او د ثبات د ټينګښت په خاطر باید یوه داسې تعریف شوې ستراتيژي جوړه شي چې نړیوالو ته د منلو او قناعت وړ وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ