د جرمونو نړیواله محکمه: له یو میلیون زیاتو افغانانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه شکایتونه سپارلي

په افغانستان کې د بشري حقونو یوه مدافع ټولنه وايي، وروسته له دې چې د جرمونو نړیوالې محکمې ICC درې میاشتې مخکې په افغانستان کې د بشریت ضد او جنګي جنایتونو په اړه د اسنادو او شواهدو راټولول پیل کړل، تر اوسه له یو میلیون زیاتو افغانانو چې وايي د جنګي جنایتونو قربانیان دي، دې نړیوالې محکمې ته خپل شکایتونه سپارلي دي.

د بشري حقونو او د تشدد د له مینځه وړلو د موسسې مشر عبدالودود پدرام ازادۍ راډیو ته وویل په دې مواردو کې نه یوازې د طالبانو او د اسلامي دولت یا داعش په څیر د افراطي ډلو بلکې د دولتي ځواکونو، په حکومت کې د شاملو وسله والو، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د قواوو او همداراز د کورنیو او نړیوالو استخباراتي ادارو پرضد شکایتونه هم شامل دي.

ICC په افغانستان کې د جنګي جرایمو د قربانیانو شکایتونه د ۲۰۱۷ کال د نوامبر میاشتې له ۲۰ مې نیټې د روان کال د جنوري تر پایه- په څه باندې دوو میاشتو کې راغونډ کړل. ښاغلی پدرام په افغانستان کې د خلکو د پوهاوي ټیټې کچې ته په پام سره دا موده لنډه بولي خو وايي له دې سره سره زیات موارد ثبت شوي:

"وخت ډېر کم و خو په همدې لږه موده کې چې محکمې څه باندې یومیلیون قضیې ثبت کړې ښيي چې په افغانستان کې د بشریت ضد او جنګي جنایتونو کچه څومره لوړه ده او همداراز ښيي چې د افغانستان عدلي او قضايي ادارې له بده مرغه دا توان نلري چې د جنایاتو دا قضیې وڅېړي او ځکه خلک اړوتي دي چې خپلې قضیې په دې محکمه کې ثبت کړي."

د ښاغلي پدرام په وینا دا شکایتونه په افغانستان او اروپا کې د دېره سازمانونو له خوا راټول او ICC ته سپارل شوي. نوموړی وايي ښايي د هغو قربانیانو شمیر چې عدالت غواړي څو میلیونو ته ورسېږي ځکه امکان لري له یوې خوا په هره شکایت پاڼه کې د څو کسانو نومونه وي او له بلې خوا هر سازمان ښايي د زرګونه قربانیانو استازیتوب وکړي.

ښاغلی پدرام هیله من دی چې افغان حکومت به د دې قضیو د څيړنې په برخه کې له ICC سره همکاري وکړي:

"دا قضیې اوس مهال په ICC کې له ثبتېدو وروسته ابتداییه محکمې ته استول شوي. هیله من یو چې دا محکمه به له افغان حکومت سره په همغږۍ کې ډېرژر پریکړه وکړي او د افغانستان دولت به دې محکمې ته امکان برابر کړي چې عملا راشي او د هغو قضیو څېړل پیل کړي چې د دې محکمې د صلاحیتونو په چوکاټ کې د څیړنې وړ دي."

ښاغلی پدرام وايي د جنګي جنایتونو اکثر قربانیان د زورواکو له وېرې خپل غږ نشي اوچتولای خو احمدایشچي یو له هغو کسانو دی چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشیددوستم یې په جنسي تېري تورن کړی دی. نوموړي آزادۍ راډیو ته وویل چې خپل شکایت یې د بریښنا لیک او پوستې په وسیله د جرمونو د نړیوالې محکمې په ادرس ولېږه. ښاغلي ایشچي زیاته کړه چې په فورمه کې یې د خپل شکایت ټول جزییات ولیکل:

"له غیرقانوني توقیف، جنسي ځورونې، د بزکشۍ په میدان کې د نژدې دوه زره نندارچیانو په مخکې له وهلو ټکولو نیولې د نژدې پنځو ورځو لپاره په شخصي توقیف ځای کې تر بندي کیدو او د کلشنیکوف په وسیله زما د جود تر زخمي کولو پورې هرڅه مې په فورمه کې ولیکل."

افغانستان د ۲۰۰۳ کال په مې میاشت کې د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ. دا محکمه چې د روم د موافقې له مخې جوړه شوې په هغو هېوادو کې چې نه غواړي یا نشي کولای د بشریت ضد او جنګي جنایتونه وڅېړي او عاملان یې محاکمه کړي د عدالت د ټینګښت لپاره اقدام کوي.