چارواکي: په سرپل کې دې د تروریستانو پر ضد هوايي عملیات وشي

په سرپل ولایت کې حکومتي چارواکي د داعش ډلې د ترورېستي فعالیتونو له زیاتوالي شکایت لري او وايي چې دا ترورېستي ډله د هغه کسانو د جلب او جذب په حال کې ده چې عمرونه‌یې له ۱۸ کلونو کم وي.

په سرپل کې حکومتي چارواکي وايي هوايي ځواکونه دې ډېر ژر د ترورېستانو پټن ځایونه په نښه او له‌منځه وېسي.

د سرپل ولایت ویاند ذبیح‌الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د پسرلي موسم په راتلو دی او د هوا له ګرمېدو سره سم د سرپل په مختلفو سیمو کې د وسله‌والو ترهګرو فعالیتونه هم زیاتېږي.

ښاغلی اماني له نړیوالو ځواکونو او افغان هوايي قوتونو څخه غواړي تر څو په ډېر ژر ممکنه وخت کې دې د داعش ډلې او طالب وسله‌والو پټن ځایونه بمبار کړي.

اماني وویل چې داعش ډله د جوزجان، فاریاب او سرپل په مرزي سیمو کې پراخ فعالیت لري او یادو سیمو کې یې ځانونو ته د ترورېستي زده‌کړو مرکزونه هم جوړ کړي.

اماني ازادي راډیو ته وویل:

"داعش ډله د سرپل ولایت په مرزي سیمو کې فعالیت کوي. دوی د فاریاب، جوزجان او سرپل ترمنځ په غځېدلو پولو کې پټن ځایونه لري، د پسرلي په راتلو سره او کله چې هوا ګرمه شي نو د ترورېستانو فعالیتونه هم ډېرېږي، موږ له مرکزي حکومت، افغان او نړیوالو هوايي ځواکونو غواړو تر څو په سرپل کې د ترورېستانو امنې ځالې له‌منځه یوسي."

په همدې حال کې د سرپل ولایتي شورا استازي هم حکومتي چارواکو ته ورته ادعاوې لري.

د سرپل د ولایتي شورا غړی حسین مجاهدزاده وايي چې د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر او د طاهر یولداش زوی په دې ولایت کې د داعش ډلې مشري کوي او عمدتاً په صیاد او کوهستاناتو ولسوالیو کې له ۱۸ کم عمره ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت دمخه په بدخشان او کندز ولایتونو کې د داعش او طالب ترهګرو د پټنځایونو په مقصد نړیوالو ځواکونو او افغان هوايي قوتونو د ترورېستانو پر ځالو پراخ هوايي عملیات ترسره کړل.