یوناما د ۲۰۱۷ مېلادي کال ملکي تلفات د اندېښنې وړ او وېرونکي بللي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ۲۰۱۶ میلادي کال په پرتله شااوخوا ۹ سلنه کمه شوې، خو په هوايي حملو، ډله‌ییزو بریدونو او انتحاري حملو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما د راپور له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له ۱۰ زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۵ سلنه‌یې د طالبانو او داعش او ۱۶ سلنه‌یې د حکومت پلوه ځواکونو له‌خوا ترسره شوې ده.

یوناما وايي، په افغانستان کې د انتحاري حملو زیاتېدو او په قصدي توګه د ملکي وګړو په نښه کولو دوی اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د پنجشنې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۲۶» کابل کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور د شریکولو پر مهال وویل چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ او وېرونکې ده.

تدامیچي یاماموتو

نوموړي زیاته کړه:

"په راپور کې موندنې دا ښيي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د جګړې له کبله له ۱۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ملکي وګړو ته ډېری مرګ ژوبله د انتحاري حملو، د سړک غاړې د ماین چاودنې، ځمکنیو نښتو، هدفي وژنو، ناچاودېدونکو توکو او د هوايي حملو له کبله اوښتې ده."

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تاوتریخوالي له کبله ۳۴۳۸ کسان وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ۹ سلنه کموالي په اړه ویل شوي، خو دا هم په‌کې راغلي چې د تېر کال په پرتله په هوايي حملو، ډله‌ییزو بریدونو او انتحاري حملو کې زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

د یوناما د راپور له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې همداراز له څلورو زرو څخه زیاتو مېرمنو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې د تېر کال په پرتله د مېرمنو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

راپور همداراز د پاکستان له لوري راکټي حملو ته هم اشاره کړې چې په خبره‌یې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ورته حملو له کبله ۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د یوناما په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ۱۶ سلنې پړه پر افغان ځواکونو اچول شوې، خو دفاع وزارت بیا دا نه‌مني.

دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته په دې اړه وویل:

"د ملکي وګړو مرګ ژوبله هېڅکله هم موږ ته د منلو وړ نه‌ده. موږ د یوناما د راپور هغه ارقام چې دولتي ځواکونو ته‌یې منسوب کړي نه‌ردوو، خو دا ویلی شم چې موږ په دې برخه کې ډېر احتیاط کړی دی او شمېر تر هغې کم دی چې دوی یې په اړه وايي."

که څه هم یوناما وايي چې په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په تدریجي توګه مخ په ډېرېدو ده، خو د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې په ټول توان به د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخینوي لپاره هڅې وکړي.

طالبانو تر اوسه د یوناما د تازه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې له خپله اړخه د ملامتۍ پړه تر ډېره نه‌ده منلې.

راپور: محمد حدیث پردېس