پاکستان پر جماعت‌الدعوه ډلې او فلاح انسانیت مؤسسې بندیزونه ولګول

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې پر جماعت‌الدعوه ډلې او فلاح انسانیت مؤسسې یې بندیزونه لګولي دي.

د پاکستان د حاکم مسلم لیګ ګوند ویاند صدیق فاروق پرون د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل:

"کومې تعلیمي ادارې او نورې چې دوی فعاله کړې وې حکومت د هغوی کنټرول په لاس کې واخیست، همداراز د هغوی پر بانکي حساب بندیز ولګېد."

ښاغلي فاروق زیاته کړه چې د نړیوالو فشارونو له امله‌یې دا بندیزونه لګولي دي.

د راپورونو له مخې جماعت‌الدعوه ډله او فلاح انسانیت مؤسسه د لشکر طیبه ډلې مربوط دي.

د لشکر طیبه مؤسس حافظ سعید دی چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دی.

هند او امریکا لشکر طیبه ډله تورنوي چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په ممبی کې ترورېستي بریدونه وکړل.

په دې حملو کې تر ۱۶۰ ډېر کسان ووژل شول.