یو پاکستانی پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو لپاره کابل ته راځي

تمه ده چې راتلونکې اوونۍ د پاکستان یو جګپوړی پلاوی د کډوالو پر مسئلې د خبرو لپاره کابل ته راشي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي پرون په کابل کې وویل چې له دې پاکستاني پلاوي سره به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

بل لور ته پرون په اسلام‌اباد کې د ناروې سفارت په کوربه‌توب د مرسته کوونکو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو ټولنو یو شمېر استازو غونډه وکړه.

په دې ناسته کې چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمز زاخېلوال هم برخه اخیستې وه، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر بهیر خبرې وشوې.

په پاکستان کې یو میلیون او څلور لکه راجستر شوي افغان مهاجر اوسي او شااوخوا اووه لکه نور هغه افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي چې قانوني اسناد نه‌لري.

اسلام‌اباد ټینګار کوي چې دغه کډوال دې ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي.