د امریکا د ملي استخباراتو مشر وایي، ارزونه یې دا ده چې په پاکستان کې مېشتې یاغي ډلې لا هم په پاکستان کې د خپلو خوندي پناه ځایونو څخه په استفادې په افغانستان او هند او په دغو هېوادونو کې د امریکا پر ګټو بریدونو ته دوام ورکوي.
ډن کوټز چې د سې شنبې په ورځ یې د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو کمېټې ته د نړیوالو امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کولې، وویل کابل د طالبانو په مشرۍ د بغاوت فشارونه ګالي چې په دې ښار کې وروستي بریدونه یې یوه نښه ده.
د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي
مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي
دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي
دی وایي، افغان ملي امنیتي ځواکونه د وسله والو له غیر منظمو فعالیتونو سره مخامخ دي.
ډن کوټز زیاته کړه:
"هغه څه چې د افغانستان وضعیت یې پېچلی کړی دا دی چې زموږ ارزونې ښیي چې په پاکستان کې مېشتې یاغي ډلې له خپلو پناه ځایونو څخه د افغانستان، هند او هلته د امریکا د ګټو پر ضد استفاده کوي، د پاکستان پوځي مشران په پرله پسې ډول پر یوه باریکه لاره تګ کوي داسې چې د طالبانو او د هغو د ملاتړ ډلو پر وړاندې عملیات ظاهراً زموږ د هغې غوښتنې ترسره کول ښیې چې د دې ډلو پر وړاندې د ډېرو اقداماتو په اړه یې لرو، خو دا اقدامات پر دې ډلو د پام وړ فشار نه منعکسوي او داسي نه ښکاري چې تل پاتي اغېز ولري."
که څه هم تېره میاشت د امریکا ادارې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو پاکستاني یاغي ډلو پوري اړوند اته تنه په تور لېست کې شامل کړل، خو د ډن کوټز په خبره د دوی ارزونې ښیي چې پاکستان به له دغو ډلو سره اړیکې وساتي او په عین وخت کې له امریکا سره د ترورېزم پر وړاندې مبارزې په برخه کې همکاري محدودوي.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر پاکستان د ترورېزم پر وړاندې مبارزې په برخه کې په نه همکارۍ او درواغو تورن کړ، د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.
The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking of our leaders as fools. They give safe haven to the terrorists we hunt in Afghanistan, with little help. No more!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 1, 2018