پسرلی: له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو په اړه خبرې روانې دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له پاکستان سره خبرې روانې دي ترڅو د تورخم او سپین بولدک دروازې د افغان صادراتو پرمخ پرانیزي.

راپورونه وايي چې له تېرې یوې میاشتې راپه دیخوا پاکستان د افغان صادارتو په وړاندې خپلې دروازې تړلي او همدا اوس د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې سلګونه کانټېنرونه چې وچه او تازه مېوه او مالوچ په کې بار دي ولاړې دي.

د سواګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل که له پاکستان سره خبرو نتیجه ورنه کړه نو دوی به خپل صادرات د دې هېواد پرخوا بند کړي.

نوموړي له افغان حکومته غوښتنه وکړه چې د پاکستان په وړاندې باید په با المثل عمل لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صادراتي توکي افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته په اسانۍ رسېږي.

تېره ورځ د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ترانزیټ رئيس، یحی اخلاقي رسنیو ته ویلي چې که پاکستان لاره خلاصه نه کړي نو دوی به هم اجازه ورنه کړي چې افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته پاکستاني توکي ولېږدول شي.