په پکتیا کې د جلغوزو د پروسس نوي مرکزونه جوړېږي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس وايي، د کرنې وزارت په مرسته په دغه ولایت کې د جلغوزو د پروسس نوي مرکزونه جوړېږي.

ډاکتر عبدالنصیر عالمیار نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې سره به د جلغوزو له قاچاقه مخنیوی وشي.

نوموړي وویل، په دې تړاو یوه نوې طرحه هم جوړه شوې چې پر اساس به‌یې پنځه د پروسس مرکزونه جوړ شي.

جلغوزه د افغانستان مشهوره وچه مېوه ده چې په طبیعي توګه د خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون، د نهو ولایتونو په غرونو کې پیدا کېږي.