د کرنې وزارت: په هېواد کې د جلغوزیو کلنی تولید نېږدې ۲۳ زره ټنه دی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د جلغوزیو کلنی تولید نېږدې ۲۳ زره ټنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې اوسمهال په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پر ۴۳ زره هکتاره ځمکه د جلغوزیو په ونو پوښل شوې ده.

ښاغلی رستمي وايي، د جلغوزیو حاصلات د قناعت وړ او په ملي او نړیوالو بازارونو کې په مناسبه بیه پلورل کېږي.

د کابل ښار په بازارونو کې يوه کیلو جلغوزي ۸۰۰ افغانۍ بیه لري.

د ښاغلي رستمي په خبره، د ۲۳ زرو ټنو جلغوزیو ټولیز ارزښت له ۴۵۰ زرو امریکايي ډالرو پورته دی او دغه وزارت هڅه کوي چې د پروسس د مرکزونو په جوړولو سره د جلغوزیو ارزښت لا لوړ شي.