روغتیایي مسؤلین: په دایکنډي کې د توبرکلوز ناروغۍ ۱۳ تنه وژلي

د دایکنډي د روغتیا مسؤلین وايي چي ۵۶۸ د توبرکلوز د ناروغۍ پېښې یې تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې ثبت کړي چې له دې ۱۳ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دایکنډي په مرکزي روغتون کې د توبرکلوز ناروغۍ د کنټرول مسؤل سید اسحاق حسیني وايي، د مړو شویو کسانو له ټولګي ډېری یې ښځې دي.

تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دایکنډي په مرکزي روغتون کې د توبرکلوز یا سل ناروغۍ ۷۹۱۴ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې یې ۵۶۸ مثبتې وې.