د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ د واکسین کمپاین پیلېږي

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نن دوشنبه د پولیو یا ګوزڼ د واکسین فرعي کمپاین پیلېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، شااوخوا شپږ میليونه ماشومانو ته به چې عمرونه‌یې له پنځه کلنۍ کم دي، په دې کمپاین کې د ګوزڼ د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

په عامې روغتیا وزارت کې د پولیو د له‌منځه وړلو د پروګرام مسؤل میر جان راسخ ازادي راډیو ته وویل، دا کمپاین د روغتیا د نړیوال سازمان او یونېسف د ادارې په همکارۍ ترسره کېږي.

نوموړي وویل:

"دا کمپاین په مشخصه توګه د افغانستان په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو، په ختیځ کې په ځینو ولسوالیو او په مجموع کې په ټولو هغو ولسوالیو کې چې د پولیو له ګواښ سره مخ دي، ترسره کېږي."

ښاغلي راسخ وویل، د نوي میلادي کال د پیل راهیسې تر اوسه له دوی سره د ګوزڼ ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوي چې دوه‌یې په کندهار او یوه پېښه‌یې په ننګرهار کې وه.

نوموړي زیاته کړه چې د روانو ناامنیو له کبله به د ۶۰ زرو په شااوخوا کې افغان ماشومان په بېلابېلو نا امنو سیمو کې د ګوزڼ له واکسینه بې‌برخې پاتې شي.