دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۱۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۹ نور نیول شوي دي.

دغه وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد عملیات د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، پکتیکا، ارزګان، زابل، فراه، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کې د وسله والو مخالفينو یو پټنځای او ۳ کړۍ ماینونه له منځه وړل شوي دي.

خو وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ویلي.